د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري، د یاد وزارت د جرگو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد او مل پلاوي کندوز ته د خپل سفر پرمهال د دې ولایت له مسولینو، علماوو، قومي مشرانو او ولسي وګړو سره د یوې لویې غونډې په ترڅ کې لیدنه کړې.
په غونډه کې د ولسونو پر یووالي، ورورولۍ او اتفاق ټینګار شوی، ګډون کوونکو ویلي؛ هېڅ قوم، ټولنه او هېڅ څوک په بل چا فضیلت نلري، قومونه او قبیلې د پیژندنې لپاره پیدا شوي او هغه څه چې د فضیلت او کرامت معيار کېدای شي هغه فقط تقوا ده.
ویناوالانو د قومونو او نظام ترمنځ همغږي یوه جدي اړتیا یاده کړې، چې د داسې غونډو له لارې به لا ډېره پياوړې شي.
په دغه غونډه کې د افغانانو ترمنځ ګډو مشترکاتو ته هم اشاره شوې، چې پر بنياد يې بايد راټول شي او د سمت، نژاد او قومیت په نوم یې له پامه ونه غورځوي.
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر په خپلو خبرو کې کندوز ته د راتګ موخه د ولسونو احوال اخیسته او د ستونزو اورېدنه یاده کړې.
سرپرست وزیر د کندوز ولسونو د شهامتونو او سرښندنو ستاینه کړې او ویلي يي دي، د دې ولایت خلکو په تېره جهادي دوره کې ډېرې قربانۍ ورکړي چې مسولین به یې هېڅکله هم هېرې نکړي.
نوموړي د اسلامي امارت اقتصادي لاسته راوړنو ته په اشارې د هېوادوالو خدمت او هغوی ته د سوکاله ژوند برابرول د ځان لپاره مهمه فریضه او زمه واري یاده کړې او زیاته کړې یې ده؛ د اسلامي امارت مسولین تل هڅه کوي، چې په اقتصادي ډګر کې د خلکو ټولو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د نړۍ په کچه افغانستان د پرمخ تللو هېوادونو سیال وګرځوي.
مولوي عبدالخالق ابراهیم خلک له قومیت او عصبیت څخه لرې کېدو ته بللي او غوښتنه یې کړې، چې پردي او پردي پال مو باید نور د حقوق بشر او نورو نومونو له خپلو اسلامي او افغاني اساساتو لرې نکړي.
د کندوز ولسونو په استازيتوب څو تنو قومي مخورو د کندوز ولس ستونزې او غوښتنې له سرپرست وزیر سره شریکې کړي.
قومي مشرانو د اسلامي امارت له مسولینو څخه د کندوز د خلکو د پوښتنې له امله مننه کړې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت یواځینی نظام دی، چې د افغان ولس ټول هغه امیدونه به پوره کړي چې د شرعي نظام، بشپړ امنیت او سوکاله ژوند لپاره یې لرل او دا یې په عمل کې هم ثابته کړې.
قومي مشرانو د حاکم نظام تېرو دوو کلنو لاسته راوړنو ته په اشارې سره ویلي؛ اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې، تحریمونو او بېلابېلو مشکلاتو سره سره، کم وخت کې هغه لوی کارونه وکړل چې تېرو نظامونو په ډېرو امکاناتو نه وو کړي.
یادو قومي مشرانو ډاډ ورکړی، چې د خپل شته نظام تر شا ولاړ دي، په هره برخه کې د خپل نظام ملاتړ به کوي او هېچاته به وخت نه ورکوي چې خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره اختلافونه او درزونه جوړ کړي.