ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د ۱۱۹ زره ډالرو په ارزښت د يو کانال چاري پيل شوې

د خوست ولايت اړوند صبریو او يعقوبيو ولسوالۍ سوري پاڼ سیمه کې د یو زر او ۲۵۰ مترو په اوږدوالي د اوبو یو کانال پروژه د ۱۱۹ رزه ډالرو په ارزښت پیل شوې.

 دغه پروژه د سویس هېواد بهرنیو مرستو پرمختیایي ادارې په مالي لګښت چې تطبیق چارې یې د TLO موسسې له خوا ترسره کیږي، د شپږو میاشتو په موده کې د شمل حرم سندیزې حوزې ریاست تر څارنې لاندې سرته رسیږي.

ياده پروژه د اوبو مدیریت او زراعتي ځمکو د خړوبولو په موخه ترسره کیږي.

د دې پروژې په تطبیق سره به زیاته زراعتي ځمکه خړوبه او د سیمې خلک به د دې اوبو کانال څخه په مستقیمه توګه ګټه واخلي او هم به د یادې سيمي سلګونه اوسیدونکو ته د کار زمينه برابره شي.