ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روان کال کې څه‌باندې څلور میلیون ټنه د غنمو حاصلات شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موندنې ښيي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د ټول هېواد په کچه پر ۲،۰۲ میلیون هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې له دې ډلې ۱،۳۴ میلیون هکټاره اوبیز او ۶۸۰ زره هکټاره یې للمي غنم دي.

د ترلاسه شویو ارقامو پر بنسټ یاده ساحه د هېواد د ټولې کرل شوې ځمکې شاوخوا ۷۱ سلنه جوړوي.

ارقام دغه‌راز څرګندوي، چې د تېر کال په پرتله د اوبیزو غنمو په کښت کې ۴،۴ سلنه او د للمي غنمو په کښت کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

 د دې زیاتوالي مهم لامل پر غنمو د کوکنارو تر کښت لاندې ځینو سیمو بدلون او پر وخت د اورښتونو زیاتوالی و، چې د بېلګې په توګه یوازې په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت له کموالي سره د غنمو تر کښت لاندې سیمو کې ۴۹سلنه زیاتوالی راغلی دی.

۱۴۰۲ کال کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴،۳۵ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، ‎چې د تېر کال په پرتله نږدې ۱۳سلنه زیاتوالی ښیي.

په ورته وخت کې د نفوسو د اټکل په نظر کې نیولو سره د هېواد په کچه د غنمو اړتیا ۶،۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې، چې د ۱۴۰۲ کال د تولیداتو په پرتله د ۲،۲۷ میلیون مټریک ټنه غنمو د کمښت ښکارندويي کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري ترلاسه شوي ارقام په ۱۴۰۲ کال کې په هلمند او کندز ولایتونو کې د تر ټولو ډېر او په پنجشېر، سمنګان او نورستان ولایتونو کې د تر ټولو لږو اوبیزو غنمو تولید په ګوته کوي.

همداراز په ۱۴۰۲ کال کې په تخار او فارياب ولايتونو کې تر ټولو ډېر او په ننګرهار او باميانو کې تر ټولو کم للمي غنم تولید شوي.

شمېرې دا هم په ډاګه کوي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د اوبیزو غنمو د هر هکټار حاصل ۲،۸۳ ټنه او د للمي غنمو د هر هکټار حاصل ۰.۸۱ ټنه و، چې په ځینو ولایتونو کې زیاتوالی او په ځینو ولایتونو کې کموالی لري.

د دې ترڅنګ دغنمو تولید او اړتیاوې په هر ولایت کې د اقتصادي او ټولنیزو شراېطو له مخې توپیر لري. شمېرې ښيي، چې هلمند، کندز، فراه، تخار او کندهار ولایتونه له خپلې اړتیا ور هاخوا له ۵۰ تر ۱۰۰ زره مټریک ټنه د غنمو اضافه‌والی لري او د هېواد د پاتې ولایتونو له ډلې ځینې له ۲۵ تر ۵۰ زره مټریک ټنه، ځینې له ۵۰ تر ۱۰۰ زره او ځینې نور له ۱۰۰ زره مټریک ټنه د ډېرو  غنمو له کمښت سره مخ دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د کرنیزو توکو د کښت او د محصولاتو تر را ټولولو بهیر سپوږمکیز انځورونه د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې تحلیل او تجزیه کوي او وخت پر وخت یې اړوند ارقام وړاندې کوي.