د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل ولایت مقام مخې ته د هوایي پُل د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې کابل ښار باید د یوه منظم ښاري پلان له مخې په معاصره توګه پراختیا ومومي.
نوموړي د کابل ښاروالۍ د کړنو په ستایلو سره له ښاریانو غوښتي، چې د ښار په پاکوالي او نظم کې خپل رول ترسره کړي او د بنسټیزو پروژو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
دغه راز ښاغلي برادر اخوند د دې پروژې له انجنیرانو وغوښتل چې د ټولو معیاورنو په پام کې نیولو سره د دې پُل چارې په معیاري او سمه توګه بشپړې کړي.
همدارنګه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، روان کال د کابل ښاروالۍ له لوري ۲۵۸ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې شاوخوا ۸ میلیارده او ۱۱۳ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه په پام کې نیول شوې چې په پلي کېدو سره به یې د کابل ښار بڼه بدله شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، کابل ښاروالۍ په تېرو څلورو کلونو کې ۳۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
ورته مهال د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور وویل، اوس هغه وخت را رسېدلی، چې افغانان تر لسیزو وروسته خپلو هیلو ته ورسېږي.
ښاغلي انور په هېواد کې د تېرو څو لسېزو جګړې، فساد او نفاق ته په اشاره وویل، افغانان کلونه له هر ډول پرمختګ څخه بې برخې پاتې شوي و، او اوس د رامنځته شویو فرصتونو په ارزښت له هر چا ښه پوهيږي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې نن (سېشنبه، د مرغومي ۹مه) د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د هوایي پُل د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه پُل چې شاوخوا ۲۸۳ متره اوږدوالی او ۱۷ متره پلنوالی لري، د کابل ولایت مقام مخې څخه تر جویشیر سړک پورې غځېږي.
دغه مهمه پروژه د کابل ښاروالي له لوري د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

