د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جغرافیايي معلوماتو د ثبت عمومي ریاست له لوري د ډیجیټلي نقشو د غنيکولو، د معیاري جیوډیټابېسونو د رامنځتهکولو، د ځایونو او موقعیتونو د دقیق ثبت او ادرسموندنې په موخه د هېواد د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو د ناحیو په لاسرسي وړ ساحو کې د لیر ادرس سروې پیل شوه.
یاده اداره وایي، دغه سروې د جغرافیايي معلوماتو (GIS) له نویو سېسټمونو او د نقشېکښنې پروګرام (QField) څخه په ګټهاخیستو په افلاین بڼه ترسره کېږي.
دغې ادارې زیاته کړې، د دې نویو سېسټمونو کارونه نه یوازې د راټولو شویو اطلاعاتو د کرهوالي او څرنګوالي په لوړاوي کې رول لري، بلکې د سروې په لګښتونو او وخت کې هم د پام وړ سپما راولي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په وینا؛ دا سروې په درېیو پړاوونو کې ترسره کېږي، چې لومړی پړاو یې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو ناحیې په بر کې رانغاړي او په ترسرهکېدو یې د بېلابېلو برخو معلومات؛ لکه د مشهورو او مهمو ادرسونو مکاني ډیجیټلي اطلاعات، د ټرانسپورټي شبکو (سړکونه او کوڅې) توصیفي اطلاعات، د سوداګریزو، استوګنې او ګڼموخنو لوړپوړیزو ودانیو مکاني اطلاعات راټولېږي.
ویل کېږي، چې د لیر ادرس سروې (جغرافیايي پټونه) تر ډېره د ښاري پلان جوړونې، د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د اسانتیا، مرستېرسونې، په بېړنیو حالاتو او د طبیعي ناورینونو په مدیریت کې کارول کېږي او د جغرافیايي معلوماتو په پیاوړتیا، د ښاري پلان جوړونې ښهوالي او د عامه خدمتونو کارندتوب لوړولو او د عامهآدرس موندنې ملي سېسټم د پليکېدو په برخه کې مهم او اساسي رول لري.
د یادونې وړه ده، چې دا سروې د جغرافیايي معلوماتو د انسجام ریاست او د ادارې د ولایتي کارټوګرافرانو له لوري ترسره کېږي او ساحوي کارکوونکو یې د سروې د لا ښه تطبیق په موخه څلور ورځې انلاین روزنه ترلاسه کړې ده.

