د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، کندهار ته په خپل رسمي سفر کې د یاد پوهنتون استادانو او محصلینو ته د وينا سربېره په یاد پوهنتون کې د لوړو زدهکړو وزارت د ٧.۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د انجینيري پوهنځي اړوند محصلینو د عملي کار لپاره د پارک او د ياد پوهنځي د نوي تعمیر د ترمیم پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارله.
شیخ نداء محمد ندیم د وینا پر مهال، استادانو او محصلينو ته د علم، اخلاص، زحمت، وخت ارزښت، سالم فکر او اسلامي اخلاقو په اړه مهمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ځوانان باید د هېواد د ابادۍ او د نظام د پیاوړتیا لپاره ځانونه علمي او مسلکي وروزي.
دغه راز نوموړي د طب پوهنځي استادانو او محصلینو ته د طب مسلک ارزښت، د ډاکټرانو مقام او د هغوی دروند مسولیت په ټولنه کې روښانه کړ او ټینګار یې وکړ، چې طبابت یو انساني او اسلامي رسالت دی، چې له ژوند ژغورنې، خدمت او امانتدارۍ سره تړاو لري.
ښاغلي ندیم همدارنګه استادانو او محصلینو ته یو شمېر مهمې لارښوونې وکړې، تر څو خپل علم، اخلاق او عملي مهارتونه لا پیاوړي کړي او د ټولنې د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په اخلاص او ژمنتیا کار وکړي.
همدارنګه د لوړو زدهکړو وزیر د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار له بېلابېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې محصلینو ته د عملي پروژې وسپارل شي او ټول لازم امکانات دې ورته برابر شي، څو وکولای شي د خپل مسلک اړوند محصولات په عملي ډول تولید کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې معیاري عملي کارونه د محصلینو تجربه پیاوړې کوي، د هېواد ځان بسیاینې ته لاره هواروي او د پوهنتون د عوایدو سرچینه هم ګرځي.

