تېر زېږدیز کال د پاکستان د صادراتو کموالی او د وارداتو زیاتوالی د دغه هېواد سوداګرۍ ته بېساری زیان اړولی.
د رسنیو د راپورونو لهمخې، د پاکستان په صادراتو کې تر کموالي وروسته، د کال له حسابه د دې هېواد سوداګریز زیان ۳۴.۶ سلنه ډېر شوی او ۱۹ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
د راپورونو پر بنسټ، په دې موده کې د پاکستان واردات ۱۱.۸ سلنه زیات شوي، چې ۳۴ میلیارده او ۴۰۰ میلیونو ته رسېدلي.
په دسمبر میاشت کې د پاکستان سوداګریز زیان د کال له حسابه ۲۳.۸ سلنه زیات شوی او دوه میلیارده، ۸۵۵ میلیونو ډالرو ته رسېدلې.
د پاکستان په سوداګرۍ کې د دې ستر زیان اصلي لامل په صادراتو کې دپام وړ کموالی او په وارداتو کې زیاتوالی ښودل شوی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات درېدلي دي او د یاد هېواد سوداګرۍ ته بې ساری زیان اوښتی دی.

