د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد ښار کې د TLO موسسې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ګډه همکارۍ د (ټولنيزه وده کې د خلکو او دولت ونډه) په نوم غونډه د ۲۸۰ تنو ځوانانو، مسولينو، علماوو او متنفذينو په شتون کې ترسره شوې.
بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدين احمدي ویلي؛ اسلامي امارت په ډېرو کمو امکاناتو او د بهرنيو مرستو پرته په کم وخت کې د سالم مديريت په درلودلو سره لويې پروژې ترسره کړې دي او لا هم دوام لري، چې همدا د ملت پر وړاندې د مسولیت منلو لويه بېلګه ده.
نوموړي زیاته کړې؛ رهبري د دې تر څنګ چې په لويو پروژو يې پاملرنه کړی دی، د ځوانانو لپاره يې هم ځانګړې پاملرنه کړې ده، ځکه چې ځوانان د ټولنې خوځنده قوه ده او د هېواد د پرمختګ او ثبات راتلونکي تکیه پر همدې ځوانانو ده.
معزالدين احمدي ویلي، نژدې راتلونکي کې به د يو پرځان بسيا او باثباته افغانستان شاهدان اوسو.
د امربالمعروف رییس مولوي شېر محمد جواد، د علماوو شورا غړي عبدالبصير حقجو او نورو مشرانو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او خپل نظريات يې شريک کړل.
د غونډې په پای کې اوه ماده ييز پرېکړه ليک لوستل شوی، چې د اوبو مديريت، د خلکو د ژوند پر وړاندې شته خنډونو لپاره د حل لارو، د توليدي کارخونو جوړولو او د وريښمو د لارې پر بیا جوړولو يې ټينګار کړی و.