د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال ملا عبدالجبار د یو تخنیکي ټیم په ملتیا جنوب غرب ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې هرات ولایت ته تللی.
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د ټولګټو وزارت له بېلابېلو تر کار لاندې پروژو څخه د لیدنې ترڅنګ په یادو ولایتونو کې له شته ماشینري او کمپونو څخه لیدنه کړې.
نوموړي همدارنګه په یادو ولایتونو کې د پروژو پلي کولو له څرنګوالی او د ټولګټو ریاستونو اړوند د روان او تېر کال تر کار لاندې او بشپړي شویو پروژو اړوند اسناد کتلي او ارزولي.
ملا عبدالجبار همداراز هرات کې د کمر کلاغ کرش پلانټ فابریکې، د ټولګټو ریاست اړوند ورکشاپ او له ماهي فروشان پل څخه لیدنې کړي او همدارنګه یې د هرات ولایت د ټولګټو ریاست له فني او مسلکي کارکوونکو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي.
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، چې د وطن ابادي او د نظام ملاتړ زموږ او ستاسو هڅو او رښتنې کوښښ ته اړتیا لري، هغه د یاد ریاست کارکوونکي اړوند دندو ته متوجه کړي او لارښوونه یې ورته کړې، چې ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت او ایماندري سره ترسره کړي.