د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په لارښوونه د غنمو د ملي طرحې او ستراتیژۍ د جوړولو په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې غونډه جوړه شوې.
دغه غونډه، چې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ جوړه شوې، د اقتصاد، سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو استازو، د ریاست الوزرا د دفتر استازی، د کابل پوهنتون استادانو، کاپوهانو او د کرنې وزارت چارواکو په کې ګډون درلود.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني ویلي، چې یاده طرحه باید جامع وي، نوموړي د دې طرحې پر ماهیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ د غنمو په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره باید د غنمو لپاره یوه بشپړه ستراتیژي جوړه شي، هره اداره باید خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړي، ترڅو موږ خپلې موخې ته ورسیږو.
ګډونوالو د طرحې او پالیسیو جوړول اړین بللي او د یوې داسې ستراتیژۍ پر جوړولو ټینګار کړی، چې د هېواد اړتیاوې پوره کړي.
د کرنې وزارت یو شمېر کارپوهانو د غنمو د هغو ډولونو په ترویج باندې ټینګار کړی، چې د کمیت او کیفیت له پلوه لوړ ظرفیت لري، څو تولید شوي غنم د خلکو د اړتیاوې پوره او د بزګرانو لپاره ګټور وي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ او کارپوهان غنمو لپاره د جامع ملي طرحې او ستراتیژۍ پر جوړولو کار کوي، چې تر بشپړېدو وروسته به د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دفتر ته وړاندې او تر منظورۍ وروسته به عملي شي.
د کرنې وزارت غونډه؛ د غنمو لپاره ملي طرحه او ستراتیژي جوړیږي
