د کندهار د کډوالو چارو ریاست مسولین وایي؛ د سپین بولدک له لارې د وږي میاشتي پر ۲۹مه، ۳۰مه او ۳۱مه نېټه ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ چې ټول یو زر او ۶۰۰ تنه کیږي، بیرته خپل هېواد ته راستانه شوي.
د مسولینو په وینا؛ یاد کډوال لومړی د سپین بولدک د کډوالو چارو سرحدي امریت ثبت او راجستر کړي او وروسته د مرستو ترلاسه کولو لپاره یو شمېر موسسو ته ورپیژندل شوي دي.