ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ کیلو مټره سړک رغونې چاري پیل شوې

په کندهار ښار کې د امرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړې لوروینه د کندهار د شپږمې ناحیې د ډنډ چوک څخه بیا د اوومي او اتمي ناحیې اړوند د باغ پل تر پله پورې د کندهارـ هرات عمومي لاري د ویجاړو برخو د رغونې چاري پیل شوې.

په سویل لویدیځ زون کې د ټولګټو چارو وزارت د پروژو تخنیکي مسول انجینر شیر حسن خوشیوال ویلي، په یاده پروژه کې ټول د ۲۰ کیلومټره سړک د ویجاړو برخو رغونه د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښټ کیږي، چې ټول لګښت یې امر المؤمنین حفظه الله ورکوي او تخنیکي چارې يې د کندهار ټولګټو چارو ریاست لخوا مخته وړل کیږي.

د یاد سړک چارې به په دوو میاشتو کې بشپړي شي، چې له امله به یې ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.