د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له علماوو سره د ښوونځیو او دیني مدارسو د وضعیت د لا ښه والي او شته ستونزو د حل په موخه لیدنه کړې.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي سربېره، د بلخ پوهنې رییس مولوي عبدالجلیل شهید خېل، د یاد ولایت علماوو شورا رییس شیخ محمد سعید هاشمي، استادانو او زده کوونکو هم ګډون درلود.
د بلخ پوهنې رییس د پوهنې په ځانګړي ډول د اسلامي علومو د پرمختګ په اړه خپل معلومات مشرتابه ته وړاندې کړي.
مولوي عبدالجلیل شهید خېل څرګنده کړې، تېر کال په ټولیز ډول یو زر او ۶۱۷ تنو نوماندانو د ښوونکو بستونو ته د ګمارنې په موخه ازموینه ورکړې او په پایله کې یې وړ کسان په دندو ګمارل شوي.
د پوهنې وزارت سرپرست په تېرو ۲۰ کلونو کې د علماوو سرښندنو ته په اشارې سره ویلي؛ مدارس او ديني پوهه د ټولنې لپاره د ښېرازۍ او ابادۍ بنسټ دی، د علماوو په هلو ځلو په هېواد کې اسلامي نظام برلاسی شو، اوس مهال افغانستان یوازینی هېواد دی چې خلک پکې د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې ژوند کوي.
مولوي حبیب الله اغا په مدارسو او ښوونځیو کې د زده کړو پر کیفیت ټینګار کړی او په دې برخه کې یې ښوونکو ته لازمې لارښوونې کړي.
په پای کې علماوو او د مدارسو مسولینو یو لړ رغنده وړاندیزونه او خپلې ستونزې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي، چې د پوهنې وزارت سرپرست له لوري یې د حل ژمنه شوې.
د پوهنې سرپرست وزیر د بلخ له علماوو سره لیدنه کړې
