د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د کاپيسا ولایت له قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، د کاپيسا ولایت مشرانو د اوبو او انرژي وزارت د کړنو ستاینه کړې او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د دې وزارت سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
سرپرست وزیر د دې ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د باغ درې بند د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او اوس مهال یې مطالعات او لومړنۍ چارې جریان لري.
ښاغلي منصور دغه راز ټینګار کړی، چې د کاپيسا د خلکو نورو ستونزو ته به هم د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسیدنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې د کاپيسا ولایت مشرانو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر سره تر لېدنې وروسته د دغه وزارت له سلاکار ډاکټر فاروق اعظم سره هم لیدنه کړې، نوموړي ډاډ ورکړی، چې یاد وزارت به د خلکو د ستونزو رسیدنه وکړي.