د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي مسکو ته د رسمي سفر په لړ کې د روسیې فدراتیف د لوی مفتي او د مسکو لوی جومات له ملا امام راویل عین الدین سره لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ویلي؛ په دې لیدنه کې مفتي راویل عین الدین د روسیې د مسلمانانو او دیني مراکزو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړي.
همدارنګه یې د تاتارستان او افغانستان ترمنځ پر تاریخي اړیکي روښانه کړي او تاتارستان یې د روس او اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو تار بللی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ امید لرم، چې تاسې به د افغانستان او روسیې ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې موثر او اغېزمن رول ولوبوئ.
مفتي راویل عین الدین د افغانستان او روسیي فدارتیف ترمنځ د اړېکو په پوره ښه کیدا کي د مرستې ډاډ څرګند کړی.