د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران فارما په نوم د درملو اوصحي محصولاتو له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر ایران ته د خپل سفر په جریان کې د ایران فارما تر عنوان لاندې د درملو او روغتیايي محصولاتو له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې.
ښاغلي عمر په یاده لیدنه کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ایراني او نړیوالو کمپنیو له رییسانو سره هم لیدنه کړې او د هېواد په داخل د درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو په اړه شته اصولو او قوانینو او همدا راز په ځانکړې توګه د درملو او روغتیايي محصولاتو د بهرنیو کمپنیو او د هغو د تولیدي اقلامو د ثبت کړنلارې په اړه یې معلومات ورکړي، ترڅو کیفیت او معیار تضمین او د قاچاق او غیرې معیاري درملو له وارداتو مخنیوی وشي.
د دې تر څنګ د ایران او نورو هیوادو د درملو تولیدي فابریکو مسولینو د یادې کړنلارې څخه خوښي څرګندې کړې او لېوالتیا یې ښودلې، ترڅو خپل تولیدي درمل او روغتیايي محصولاتو د خوړو او درملو ملي ادارې د نوي طرزالعمل له مخې ثبت کړي.