د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د غزې د سولې بورډ غړي هېوادونه به په خپله راتلونکې ناسته کې چې د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي، د غزې د بیارغونې او بشردوستانه کارونو لپاره د پینځو میلیارد ډالرو څخه د زیاتې مرستې ژمنه اعلان کړي.
ټرمپ د تروث سوشیل په یوه پوسټ کې ویلي چې غړي هېوادونه به په فلسطین کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د “نړیوال ثبات ځواک” د یوې برخې په توګه زرګونه سرتیري هم ځای پر ځای کړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اوربند سربېره اسرائیلي رژیم په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او هره ورځ د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر فلسطینیان شهیدان او ټپیان کېږي.

