ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره عادلانه هوکړې ته پر رسېدو ټینګار کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له امریکا سره د راتلونکو خبرو لپاره چې ټاکل شوې سبا (سه‌شنبه، د سلواغې ۲۸ مه ) په سویس کې ترسره شي ویلي، یوې عادلانه او منصفانه هوکړې ته د رسېدو لپاره له واقعي نظریو سره په جنیوا کې شتون لري.

ښاغلي عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي «هغه څه چې د خبرو پر مېز نشته؛ هغه د ګواښونو پر وړاندې تسلیمېدل دي»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، ټاکل شوې نن دوشنبه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له عمومي رییس رافایل ګروسي سره وګوري، څو د تخنیکي او اټومي موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له امریکا سره د دویم پړاو اټومي خبرو اترو د تر سره کولو او یو شمېر سلا مشورو په موخه د سویس جنیوا ښار ته رسېدلی.