د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن دوشنبه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له عمومي رییس رافایل ګروسي سره لیدنه وکړه.
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې دا لیدنه د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو په درشل کې ترسره کېږي او موخه یې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د شته ستونزو حل او د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی ښودل شوی.
د راپورونو له مخې، ایران او امریکا تر دې وړاندې د روانې میلادي میاشتې لومړیو کې په عمان کې غیرمستقیمې خبرې کړې وې.

