د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې په بورډ کې د خبرداري په ډول ویلي، که د ایران له اټومي پروګرام سره تړاو لرونکې هوکړې ته ونه رسېږي، «بدې پېښې» به رامنځته شي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې ټرمپ یو ځل بیا تهران ته ۱۵ ورځنی ضربالاجل ټاکلی او د ګواښ په ژبه یې ویلي، ایران به د خپل اټومي پروګرام له امله بمبار شي.
بل لور ته په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته په سپارلي لیک کې ویلي: «دغه ګواښونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او سیمه د نوې کړکېچ او بېثباتۍ پر لور د ورښویېدو له خطر سره مخ کوي.»
ایرواني زیاته کړې، «د ایران اسلامي جمهوریت په لوړو کچو څو ځله اعلان کړی چې نه د تاوتریخوالي په لټه کې دی او نه د جګړې غوښتونکی دی، خو که پر موږ تېری وشي له خپلې خاورې دفاع خپل حق ګڼو.
ایران په دغه لیک کې دا هم ټینګار کړی، که پر تهران برید وشي، په سیمه کې به د دښمن ټولې پوځي اډې په نښه کړي.
په همدې حال کې، سیمې ته د امریکايي بېړیو د لېږد پر مهال د روسیې کرملین ماڼۍ له دواړو لورو د زغم او نرمښت غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې تاوتریخوالي ته باید لمن ونه وهل شي.
د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ، چې د اټومي پروګرام له امله رامنځته شوی، له اوږدې مودې راهیسې دوام لري او دواړه لوري لا هم د احتمالي تړون لپاره په خبرو بوخت دي.

