ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترمپ پر ایران د امریکا او اسرائیلو ګډ برید تایید کړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې امریکا او اسرائیلو په ګډه د ایران دولت «د نږدې او سمدستي » ګواښونو له منځه وړلو په موخه پر ایران برید کړی.

ټرمپ ویلي، چې موږ به د ایران د توغندیو صنعت او سمندري ځواک په بشپړه توګه له منځه یوسو او ځان به پر دې خبره باوري کړو چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ونه لري.

ټرمپ ویلي: «موږ به د ایران د توغندیو صنعت او سمندري ځواک په بشپړه توګه له منځه یوسو او ډاډ به ترلاسه کړو چې ایران هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري.»

نوموړي زیاته کړې، د دغو بریدونو موخه د امریکا د خلکو دفاع او د ایران له لوري ګواښونو له منځه وړل دي.

د امریکا ولسمشر د ایران اسلامي انقلابي سپاه پاسدارانو ته په خطاب کې زیاته کړې: «تاسو باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدئ؛ په هغه صورت کې به درسره عادلانه چلند وشي او له بشپړې خونديتوب څخه به برخمن شئ.»

بل لور ته، د ایران اسلامي انقلابي پاسدارانو اعلان کړی، چې د اسرائیلو پر لور یې د توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو پراخ بریدونه پیل کړي دي.

د غه‌راز  تسنیم خبرې اژانس راپور ورکړي، چې په سیمه کې د امریکا ټولې اډې د ایران د توغندیو هدف ګرځېدلي دي.

هم‌مهاله، د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون رییس امریکا او د اسراییل رژیم ته په خطاب کې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «تاسو داسې لاره پیل کړې چې پایله یې نور ستاسو په واک کې نه ده.»