ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د ايران د رهبر او ملكي وګړو د شهادت له امله خواخوږي ښودلې

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي تېره ورځ (چهارشنبه، د کب ۱۳مه) په کابل کې د ایران سفارت کې د یاد هېواد فقید رهبر ایت‌الله سیدعلي خامنه‌يي، د کورنۍ غړو او د یاد هېواد وګړو د شهادت له امله د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل.

ښاغلي حنفي پر ایران د امریکا او اسراییلو وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، په دې بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي چې د سیمې په کچه بدې پایلې لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د جګړې پر دوام اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، د جګړې دوام د سیمې او ملتونو په خیر نه دی او ټینګار یې کړی چې ستونزې باید د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي.

په پای کې مولوي عبدالسلام حنفي د یادې پېښې د شهیدانو په یاد کتاب کې لاسلیک کړی او ټینګار یې کړی، چې افغان ملت به د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.