ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان پر خاوره د پاکستان نظامي رژیم د جنګي جنایتونو دوام؛ ۳ تنه ملکي وګړي شهيدان او ۴ نور ټپیان شوي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان نظامي رژيم جنګي جنایتونه دوام لري او په پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان ولایتونو کې یې ملکي وګړو ته زیانونه اړولي.

د دغو بریدونو په پایله کې د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کوټ او د خوست په ځاځي میدان کې ۳ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۴ تنه نور ټپیان شوي.

د ښاغلي فطرت په وینا، د پکتیکا په شکین، د نورستان په کامدېش او د خوست په ځاځي میدان ولسوالیو کې د ډي‌سي هاوان توپ لګېدو له امله څو کورونه ویجاړ شوي.