د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په ټلیفوني خبرو کې د امریکا او اسراییلو د وروستیو بریدونو د پایلو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، عراقچي په دې ټلیفوني خبرو کې د غیرې نظامي مرکزونو په نښه کېدو ته په اشارې سره دغه کړنې د نړیوالو قوانینو او د بشردوستانه اصولو ښکاره سرغړونه بللې او له نړیوالې ټولنې یې د دغو بریدونو د ښکاره غندنې غوښتنه کړې ده.
عراقچي همداراز ټینګار کړی، چې ایران د دې تحمیلي جګړې پر وړاندې د ځان د دفاع ذاتي حق لري.
نوموړي ویلي، چې ایران له دې مخکې په سیمه او له سیمې بهر ټولو اړوندو لورو ته خبرداری ورکړی و، چې که امریکا پر ایران پوځي اقدام وکړي، نو ایران به اړ شي چې په سیمه کې د امریکا ټول تاسیسات او پوځي اډې په نښه کړي، چې دا به جګړه ټولې سیمې ته وغځوي.
ښاغلي عراقچي زیاته کړې، چې دا ډول اقدامات د مشروع دفاع په چوکاټ کې او د نړیوالو پېژندل شویو قوانینو له مخې ترسره کېږي او د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو وګړو د امنیت او ژوند ساتنه یوه اساسي او نه هېریدونکې دنده بولي.
دغهراز د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د مسولیتونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د ایران دولت او ولس له سرمنشي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه تمه لري، چې د ترسره شویو یرغلونو او جنایتونو د غندلو لپاره پیاوړي او مسولانه دریځ غوره کړي.
سید عباس عراقچي خبرداری ورکړی، چې د داسې اقداماتو پر وړاندې چوپتیا یا کمزوري غبرګونونه کولی شي په سیمه کې د بې ثباتۍ دوام او د کړکېچونو زیاتېدو لامل شي.
له بلې خوا، انتونیو ګوترېش د نړیوالو قوانینو د اصولو د درناوي، د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي او په سیمه کې د نښتو د انساني او امنیتي پایلو د مهارولو لپاره پر هڅو ټینګار کړی دی.

