د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، پاکستاني پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان پر حریم تېری کړی او په کابل کې یې د روږدو کسانو روغتون په نښه کړی، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړي، په ځانګړي ډول روږدي کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
ښاغلي مجاهد یاد برید او جنایت په کلکو ټکو غندلی او دا ډول عمل یې د ټولو منل شویو اصولو خلاف د بشر ضد عمل بللی دی.
همدارنګه د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه روغتون د پاکستاني پوځي رژیم د برید په پایله کې ۴۰۰ تنه شهیدان شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان دي.
نوموړي د دې پېښې د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د ژغورنې ډلې هڅه کوي اور مهار کړي او د پاتې شهیدانو جسدونه راوباسي.

