ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له ایراني ریلي کنسرسیوم سره د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ د ګټې اخیستنې قرارداد لاسلیک شوی

د ایران ـ افغانستان د پانګونې د فرصتونو غوڼدې په ترڅ کې، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري په ګډون ګڼو مسولینو، ایراني چارواکو، افغان او ایراني سوداګرو شتون درلود.

 له ایراني ریلي کنسرسیوم سره، چې مشري یې مصطفی رضايي کوله د خواف ـ هرات دریمې ټوټې د ګټې اخیستنې قرارداد لاسلیک شوی.

 د ادارې عمومي رییس ویلي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

همدا راز نوموړي زیاته کړې؛ د خواف ـ هرات څلورمې ټوټې لومړي فاز د جوړولو چارې به راتلونکي اوونۍ کې پیل شي.

 یاد قرارداد چې د ادارې په استازولۍ ښاغلي شرافت او د کنسرسیوم په استازولۍ ښاغلي رضايي لاسلیک کړی، له مخې به یې یاد کنسرسیوم د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ  لیږد رالیږد کوي او یو شمېر تخنیکي پرسونل او لوکوموتیونه (ریل ګاډي) به تدارک کوي.

 ایراني لوري دغه قرارداد کې ژمنه کړې، چې دوی به کم تر کمه لومړي کال کې له یاد مسیر څخه ۱۰۰ زره متریک ټنه انتقالات ترسره کوي او هڅه کوي هر کال دغه کچه ۱۰۰ زره متریک ټنه نوره هم لوړه کړي.

 همدارنګه د دغه قرارداد په لاسلیک سره به د خواف ـ هرات دریمې ټوټې اوسپنې پټلۍ له لارې چې له ایران هېواد او د ایران اوسپنې پټلۍ شبکې تر تېرېدو ترکیې او اروپایي هېوادونو سره وصل ده، لیږد رالیږد په نورمال ډول روان وي.