ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امير خان متقي: اسلامي امارت اقتصادي همکاریو ته زمینه برابره کړې

د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په کابل کې د ایران د خراسان رضوي ولایت والي یعقوب علي نظري په مشرۍ اقتصادي او سوداګریز پلاوي سره لیدنه کړې.

دواړو لورو د ګاونډي هېوادونو په حیث د یوه بل ترمنځ پر لا زیاتو همکاریو ټينګار کړی.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير ویلي؛ افغانستان کې د امنیت او د مخدره توکو د تولید ستونزه حل شوې، د پخوا په پرتله د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره زمینه برابره شوې.

نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ښې همکارۍ یادونه کړې او هم یې له نړیوالو سره د اسلامي امارت تعامل او اړیکي پرمختللې بللي.

یعقوب علي نظري د هرات وروستۍ زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې او اوښتي زیانونو په اړه خواخوږي شریکه کړې.

نوموړي د خپل سوداګریز پلاوي سره کابل ته سفر له لاسته راوړنو ډک یاد کړی.

ښاغلي نظري زیاته کړې؛ چې د دواړو هېوادونو اړونده وزارتونو ترمنځ د کاري او تخصصي همغږۍ لپاره د ځانګړي ټيمونو رامنځته کول د لا زیاتې همکارۍ او پرمختګ لپاره نوی ګام دی او هیله یې ښودلې، چې ډيرې لاسته راوړنې به ولري.