ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسيې په عاجل ډول لبنان کې د بمباریو درولو غوښتنه کړې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اسراییلو له لوري پر لبنان د بمباریو درېدو غوښتنه کړې.

یاد وزارت همدارنګه په پاکستان کې ایراني مذاکره کوونکو څخه غوښتي چې مسولانه کړنلاره وټاکي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په پاکستان کې د امریکا او ایران تر منځ مذاکرات په خلیج هېوادونو کې د ترینګلي وضعیت د حل لاره ګڼل کېږي.

ټاکل شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې نن له غرمې وروسته په اسلام‌اباد کې پیل شي، خو ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دا مذاکرات به له هغې وروسته پیل شي چې د ایران یو لړ مخکیني شرطونه ومنل شي، چې تر ټولو مهم یې پر لبنان د اسراییلي رژیم د بریدونو درول بلل شوي دي.