ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان په کوربتوب د امريکا او ایران ترمنځ مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې پاکستان په کوربتوب د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات له ۲۱ ساعته خبرو وروسته بې‌پایلې پای ته ورسېدل.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس د امریکایي پلاوي مشري کوي ویلي، چې له ایران سره کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي او د دوی مذاکراتي ټیم له هوکړې پرته امریکا ته ستنېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران د امریکا شرطونه ونه منل، په ځانګړي ډول دا غوښتنه چې اټومي وسلې به نه جوړوي.

ورته مهال ایراني رسنیو هم ویلي، چې په دې خبرو کې د امریکا زیاتو غوښتنو د دې مخه ونیوله چې کومه هوکړه ونه وشي او خبرې بې‌پایلې شوې.