ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فرانسې ولسمشر له مسعود پزشکیان سره په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا تر منځ مذاکراتو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا تر منځ مذاکراتو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

مکرون د خبرو پر مهال ټینګار کړی، چې د مذاکراتو له فرصت څخه دې د سیمې د تاوتریخوالي کمولو لپاره ګټه واخیستل شي او د تلپاتې سولې او د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې دې قوي توافق ته لار هواره شي.

د ایراني رسنیو په وینا، مکرون ویلي: «ما د ایران له ولسمشر څخه وغوښتل چې د پیل شویو مذاکراتو فرصت د دوامدارې سولې او د سیمه‌ییز امنیت په اړه د قوي توافق لپاره وکاروي»

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی چې د اوربند بشپړ رعایت، په ځانګړي ډول لبنان کې ضروري دی.