د لبنان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې، د صهیونستي رژیم د بریدونو له امله په ټول هېواد کې لږ تر لږه دوه زره او ۲۰ کسانو ژوند بایللی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې تر ۶ زره او ۴۰۰ ډېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د ملکي وګړو د مرګژوبلې له زیاتېدو وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دا پراخ بریدونه، چې په کې سلګونه ملکي وګړي، د ماشومانو په ګډون، شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندلي دي.
هممهاله، د بشري حقونو څار سازمان د اسراییلو له متحدانو، لکه متحده ایالات، بریتانیا، جرمني او د اروپایي اتحادیه نورو غړو هېوادونو غوښتي، چې د وسلو پلور، د تجهیزاتو لېږد او پوځي مرستې بندې کړي.
د دغو بدلونونو ترڅنګ، د جګړې اقتصادي او بشري اغېزې هم زیاتې شوې دي.
د نړیوال خوراکي پروګرام مخکې اعلان کړی و، چې لبنان د جګړې د اغېزو له امله د خوړو د خوندیتوب له بحران سره مخ دی.
همداراز، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د توکو د وارداتو په بهیر کې اختلال د خلکو لاسرسی خوراکي توکو ته کم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پرلهپسې بریدونو له امله د لبنان د بنسټیزو تاسیساتو لویه برخه ویجاړه شوې او په دغه هېواد کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

