د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه ټلیفوني اړیکه کې د منځني ختیځ د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړي.
د کریملین د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې د ایران ولسمشر اسلاماباد کې د امریکا او ایران د مذاکراتو اروزنه شریکه کړې او په نړیوالو بنسټونو کې یې د ایران په اړه د روسیې له دریځ څخه مننه کړې ده.
ورته مهال، ولادیمیر پوتین ویلي، روسیه د شخړې د سیاسي او ډیپلوماټیک حل په برخه کې مرستې ته چمتو ده او غواړي د منځګړي رول ولوبوي.

