د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې ایران له امریکا سره د اسلاماباد د سولې په خبرو کې په رښتینې اراده او د جګړې د پای ته رسېدو په موخه ګډون کړی و، خو مقابل لوري د هوکړې په درشل کې خپل دریځ سخت کړ، شرطونه یې بدل کړل او بندیزونه یې ولګول.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: «ښه نیت ښه پایله ورکوي او دښمني، دښمني زېږوي.»
دغهراز، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، که امریکا د زور له سیاست څخه لاس واخلي او د ایران د ملت حقونو ته درناوی وکړي، نو د هوکړې لپاره به زمینه برابره شي.
ښاغلي پزشکیان زیاته کړې، چې هوکړې ته د رسېدو لارې شته، خو دا په دې شرط چې د ایران حقونه مراعات شي.
نوموړي همداراز د خبرو اترو د پلاوي له غړو، په ځانګړي ډول د ایران د پارلمان له مشر محمد باقر قالیباف څخه مننه کړې او هغوی ته یې د بریا هیله څرګنده کړې ده.

