«ټانکر ټرکرز» شرکت چې په نړیواله کچه د نفتو لېږد رالېږد څاري ویلي، د ایران د خامو تېلو د استخراج ملي شرکت یوه ستره کښتۍ چې د شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تر ۱.۹ میلیونه بېرلو خام تېل لېږدوي، د امریکا له سمندري کلابندۍ تېره شوې او د اسیا–پاسیفیک سیمې ته رسېدلی ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو څو ورځې وړاندې هم ویلي، چې تراوسه لږ تر لږه ۵۲ ایراني کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېرې شوې دي.

