ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چين د افغانستان بیارغونې برخه کې د شانګهای همکارۍ سازمان پر ملاتړ ټینګار کړی

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړېدو ۲۵مې کالیزې نمانځنې مراسمو کې د افغانستان د بیارغونې او پراختیا برخه کې د دې سازمان پر ملاتړ ټینګار کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان باید په منځني ختیځ کې د تلپاتې امنیت د تامین او د سولې او ثبات د پیاوړتیا او د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې فعاله رول ولوبوي.

دغه‌راز د سیاسي شنونکو په اند، چین په سیمه کې یو له مهمو او ځواکمنو هېوادونو څخه دی او او کولی شي چې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخه کې اغیزمن رول ولوبوي او د نړیوالې ټولنې پام افغانستان ته واړوي.

د شانګهای همکاریو سازمان یو سیمه‌ییز بین‌الحکومتي سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان له خوا جوړ شوی او اصلي موخه يې د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو پراخول، د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد ګډه مبارزه، په سیمه کې د ثبات او پرمختګ پیاوړتیا ده چې، اوس مهال د اسیا څو مهم هېوادونه د دې سازمان غړي دي او دا د سیمې په کچه یو له اغېزناکو همکاریزو سازمانونو څخه ګڼل کېږي.