ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شيخ محمد خالد حنفي د افغانانو ترمنځ پر يووالي ټینګار کړی

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر، شیخ محمد خالد حنفي، په پکتیا ولایت کې د سویل ختیځو ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د افغانانو پر یووالي او همغږۍ ټینګار کړی.

نوموړي وویل: «دښمن تل هڅه کړې چې د مخورو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ترمنځ د نفوذ له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.»

شیخ محمد خالد حنفي زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولان باید خپل صلاحیت، وړتیا، علم او ټولنیز موقف د ټولنې د اصلاح او خلکو ته د خدمت لپاره وکاروي.