ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عطاء الله عمري د افغانستان او هند د سوداګریزو فرصتونو په غونډه کې ګډون کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیرمولوي عطاءالله عمري، هند ته د خپل رسمي سفر په دوام، د «افغانستان او هند د سوداګریزو فرصتونو»غونډه کې کډون او وینا کړې.

د کرنې وزیر په خپله وینا کې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره مهمه بللز او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د پروسس صنعت، پانګونې، د ټکنالوژۍ لېږد، د صادراتو پراختیا او خصوصي سکټور ته د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی.

مولوي عطاءالله عمري د افغانستان د کرنې سکټور پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره، له هندي پانګه‌والو او شرکتونو غوښتي، چې د تولید، پروسس، بسته‌بندۍ، د کرنیزو محصولاتو د ارزښت ځنځیر، د مالدارۍ پراختیا، د اوبو د سرچینو مدیریت او د کرنې د نوې ټکنالوژۍ په برخو کې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او په ګډو پروژو کې پانګونه وکړي.

په دې غونډه کې د هند د «پي‌اچ‌ډي»  د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤولینو، د هند د بهرنیو چارو وزارت استازو، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت سرپرست، د هند د کرنیزو او غذایي محصولاتو د صادراتو د پراختیا ادارې (APEDA) مسؤولینو، د خصوصي شرکتونو مشرانو، صادرونکو، پانګه‌والو او د دواړو هېوادونو له سلو څخه زیاتو اقتصادي فعالانو ګډون کړی و.

دغه‌راز د غونډې ګډونوالو د کرنې، خوړنیزو صنایعو، مالدارۍ، اوبو لګولو، کرنیزو ټکنالوژیو، نوي کېدونکې انرژۍ، زېربناوو او نورو اقتصادي برخو کې د همکاریو ظرفیتونه ارزولي او د افغانستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د پانګونې پر زیاتوالي او د نویو مشارکتونو پر رامنځته کولو یې ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د دغې غونډې جوړېدل، د افغانستان د کرنې وزیر له هندي چارواکو، له ډلې د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې له وزیر او د دغه هېواد د مالي او پراختیایي بنسټونو له مسؤولینو سره د رسمي لیدنو په دوام، د افغانستان او هند ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او د کرنې، سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره د نویو فرصتونو د برابرولو په لړ کې یو بل مهم ګام بلل کېږي.