ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي کابل کې د کوچنیانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسيون له غړو متشکل پلاوي، د کابل ښار د کوچنیانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه کړې.

وروسته یاد پلاوي د هغو کوچنیانو ستونزې او غوښتنې اورېدلي، چې په دغه مرکز کې ساتل کېږي او ډاډ یې ورکړی چې شریک شوي موضوعات به په جدي تعقیب او حل شي.

دغه‌راز یاد پلاوي د ښوونځي او حرفه یي زده کړو مرکز له بېلابېل ټولګيو څڅه هم کتنه کړې او د پاکوالي، روغتیایي خدماتو، خوراکي توکو د برابرولو او وېش او د استوګنې ځای د وضعیت ترڅنګ یې د هغوی د شرعي حقونو مراعتول هم ارزولي ‌دي.

ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي تر مراقبت لاندې کوچنیانو د حقونو په رعایتولو، له دوی سره په نېک چلند، د خدماتو په ښه والي، د حفظ الصحې په تامین او د دوی اساسي اړتیاوو ته پر رسېدنې ټینګار کړی او اړوندو مسولینو ته یې اړینې لارښوونې کړې دي.