ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو پر عایداتو ۱۰ سلنه مالیه راکمه شوې

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم له مخې په څلورو نورو برخو کې هم مالیاتي تخفیفونه نافذ شوي دي.

ښاغلي حنفي، چې د مالیې وزارت د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په خبري ناسته کې خبرې کولې، ویلي، په دغو برخو کې حکمي اشخاص، حقیقي اشخاص، د ملکیتونو انتقال او د سون توکي، لکه ګاز او تېل، شامل دي.

د نوموړي په وینا، د کانونو د استخراج له شرکتونو پرته د ټولو حکمي اشخاصو، په ګډون د شرکتونو او خصوصي روغتونونو، د عایداتو مالیه لس سلنه راکمه شوې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز ویلي، د حقیقي اشخاصو د عایداتو مالیاتي معافیت له ۶۰ زره افغانیو څخه ۱۲۰ زره افغانیو ته لوړ شوی او هغه کسان چې کلنی عاید یې تر ۱۲۰ زره افغانیو کم وي، له مالیې معاف دي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې، د ملکیت د انتقال مالیه هم له یو سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.

دغه‌راز نوموړي د خصوصي سکټور د سیستمونو پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، دا چاره د مالیاتي نظام د اغېزمنتیا او روڼتیا لپاره مهمه ده.

ورته مهال د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند ویلي، اسلامي امارت د خلکو د ورکړل شویو مالیاتو پر مټ د هېواد چارې پرمخ وړي او د مالیې ورکونکو لپاره یې بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، د مالياتي معافیتونو اساسي موخه دا ده چې د هېواد د اقتصادي لومړیتوبونو ملاتړ وشي، پانګونه وهڅول شي، د تولید او صادراتو کچه لوړه شي، د کارموندنې فرصتونه زیات شي او د خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي.

ملا محمد ناصر اخوند ویلي؛ د مالیاتي معافیتونو موضوع، د خصوصي سکټور د ملاتړ، د پانګونې د هڅونې او د اقتصادي ودې د پیاوړتیا په موخه مهم ګام دی. د مالیاتي اسانتیاوو له لارې د سوداګرۍ او تولید لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ مالیاتي معافیتونه یوازې اسانتیا نه، بلکې د اقتصادي پالیسۍ یوه مهمه وسیله ده چې پانګونه هڅوي، تولید او صادرات زیاتوي او د کارموندنې نوي فرصتونه رامنځته کوي.

ملا محمد ناصر اخوند ویلي، د مالیې وزارت ژمن دی چې د هېوادوالو، صنعتکارانو او سوداګرو لپاره په مالیاتي چارو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو مالیاتي مکلفیتونه په اسانه او پر وخت ترسره شي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د مالیاتو په برخه کې ۱۳ ډوله تخفیفونه عملي شوي او دا لړۍ به دوام ولري.

ښاغلي ناصر ويلي؛ اغېزناک مالیاتي نظام هغه دی چې د عدالت، شفافیت، حساب ورکونې او قانونیت پر بنسټ تطبیق شي. د مالیاتي معافیتونو موخه هم د همدې اصولو په رڼا کې د عامه ګټو او اقتصادي ودې ملاتړ دی.

ملا محمد ناصر اخوند زیاته کړې؛ د مالیې وزارت د عوایدو راټولولو، د عامه مالي منابعو د اغېزناک مدیریت او د اقتصادي ثبات د ساتنې ترڅنګ، د داسې مالي پالیسیو پر پلي کولو تمرکز کوي چې د دوامدار اقتصادي پرمختګ او پانګونې زمینه برابره کړي.

دغه‌راز نوموړي هېوادوالو ته په خطاب کې ویلي، که له هر سوداګر او یا بل وګړي اضافي مالیه اخیستل شوې وي د دوی ضامن او ځواب ویونکي دي او ډاډ یې ورکړی، چې د خلکو مالیات په خپلو ځایونو کې لګول کیږي.

ښاغلي زیاته کړې: «ملت دې يوه افغانۍ هم را ونه بښي، که هغه بې‌ځايه مصرفېږي.»

ملا محمد ناصر اخوند ویلي، د مالیاتي معافیتونو ناسته د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ یو مهم فرصت دی، څو د اقتصادي لومړیتوبونو، پانګونې او عادلانه مالیاتي نظام د پیاوړتیا لپاره ګډې لارې چارې وڅېړل شي.

د ماليې وزیر دغه راز زیاته کړې، اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې خلکو ته په ۱۳بېلابېلو برخو کې تخفیفونه ورکړي او دا لړۍ به راتلونکي کې هم دوام لري.

ملا محمد ناصر اخوند ویلي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د شفقت او د مالیې وزارت په هڅو هېوادوالو ته په مالیاتي برخو کې ځیني معافیتونه رامنځته شوي چې له امله به یې هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې شي او دوی به وکولای شي خپل مالیات په وخت تادیه کړي.

دغه‌راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، د مالیاتو کمښت د عوایدو د زیاتوالي او د پانګونې د هڅونې لامل شوی دی.

نوموړي له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي، مالیه د حکومتونو د ثبات او پرمختګ مهم بنسټ دی او د مالیاتو راټولول د حکومت او خلکو ګډ مسولیت ګڼل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د مالیاتو او مالیاتي تخفیفونو مسلې ته متوجه دی او د نن ورځې مالیاتي تخفیف هم خورا لوی اقدام دی او په دې برخه کې شرعي اصول او عدالت ته ځانګړې توجه شوې ده.

شیخ نور الحق انور ویلي، مالیې وزارت د مالیاتي سیستمونو په برخه کې د پام وړ اقدامات ترسره کړي او د لا پیاوړي کېدو لپاره یې هڅې دوام لري، د دې سیستمونو په مرسته به موږ یو شفاف او اغیزناک مالیاتي سیستم ولرو.

نوموړي زیاته کړې؛ هېواد د یو کور حثیت لري او ډيری موارد سره شریک دي، که شفافیت او همکاري شتون ولري، هېواد د ترقۍ خواته حرکت کوي.

همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي ویلي، د مالیاتو کمښت نه یوازې د سوداګرو، بلکې د ملي اقتصاد او عامه هوساینې لپاره هم ګټور دی او د پانګه‌والو باور پیاوړی کوي.

د نوموړي په وینا، د مالیاتو کمښت د پانګه‌والو باور زیاتوي او سوداګر هڅوي چې په هېواد کې لا ډېره پانګونه وکړي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي ویلي، د اسلامي امارت غوره اقتصادي او سوداګریزو پالیسیو د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو تر بندښت وروسته رامنځته شوې ستونزې مهار کړې  دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړې، د لارو بندېدو د افغانستان پر ځای خپله پر پاکستان تر بل هر وخت زیاته ناوړه اغېزه کړې او اقتصاد یې هره ورځ دروند زیان ګالي.

نوموړي د مالیاتو برخه کې تازه اعلان شوی تخفیف د سوداګزیزو چارو د پیاوړتیا لپاره مثبت ګام بللی او له هېوادوالو یې غوښتي، چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره ټاکل شوي مالیات پر وخت ورکړي.