د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الدين حقاني د ميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ صدمردې سيمې ته په سفر کې د دې ولايت له يو شمير سيمه ييزو مسولينو، قومي مشرانو، سپینږېرو او ځوانانو سره لیدنه کړې.
د کورنيو چارو ویاند مفتي عبدالمتين قانع ویلي؛ چې په دې لیدنه کې د چارو ادارې د پلان او ارزوني ریس مولوي محمد نعيم نصرت، خليفه صاحب ته د ښه راغلاست تر څنګ يادې سيمې ته د نوموړي په ورتګ خوښي څرګنده کړې.
نوموړي د سيمې اوسيدونکي او قومي مشران، جهادي بهير کې د ميدان وردګ په ځانګړې توګه د نرخ ولسوالۍ د اوسيدونکو د قربانيو يادونه کړې او ټينګار يې کړی، چې د ميدان وردګ ټول ولس د اسلامي امارت له پرېکړو هرکلی کوي او ملاتړي يې دي.
دغهراز خليفه سراج الدين حقاني دې غونډې ته په وينا کې د ميدان وردګو د خلکو قربانۍ ستايلي او مجاهدينو ته يې له خلکو سره د نرم چلند سپارښتنه او ټينګار کړی دی.

