ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا امین الله عبيد د یوناما له مسولې سره د پلازمېنې د اړتياوو په اړه خبرې کړي

د کابل والي، ملا امین‌الله عبید د مرکزي زون لپاره د یوناما له رییسې، تابیتا بوګوا سره د پلازمېنې د اړتیاوو او لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د کابل والي ټینګار وکړ، چې د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د یوناما او ولایتي ادارو ترمنځ همکاري او همغږي اړینه ده.

ورته مهال، د یوناما استازې وویل چې کابل د دې سازمان د کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای لري او د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.