په روسیه کې د افغانستان لوی سفیر، مولوي ګل حسن حسن، په کوربه هېواد کې د بنګلهدېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي حسن په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو ته په اشارې هیله څرګنده کړه، چې د بنګلهدېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅېږي.
همدارنګه، دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

