ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېوادوال: د راستانه شويو افغانانو کوربتوب ته چمتو يو

د ګڼو ولايتونو اوسېدونکي وايي، چمتو یو چې له پاکستانه راستانه شويو افغانانو سره د خپلې خولې مړۍ نيمه کړو.

دوی له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو ايستل غندي او د انساني او اخلاقي اصولو خلاف عمل يې بولي.

د بېلابېلو ولايتونو مېشتي، چې خپل اقتصادي وضعيت يې هم هومره ښه  نه دی وايي، چمتو دي چې کډوالو ته په خپل کور کې ځای ورکړي.

د جوزجان اوسېدونکی رحمان بيردي وايي؛ پاکستان زموږ هېوادوال شړلي دي، زه که يوه ډوډۍ ولرم نيمه يې هغوي ته ورکوم او که دوه کوټۍ ولرم يوه يې هغوی ته ورکوم.

د دې ولایت یو بل تن اوسیدونکی نور محمد وايي؛ چې زر کاله هم پکې تېر کړي د بل هېواد نه کېږي، را دې شي افغانستان ته، له يو بل سره به همکاري وکړو.

په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر نور هېوادوال هم وايي، چې له پاکستان څخه تازه راستانه شويو کډوالو سره هر راز مرستې ته چمتو دي.

دوی په هېواد کې له شتمنو او پانګه‌والو هم غواړي، چې د دغو کډوالو لاسنيوي وکړي.

د روزګان اوسېدونکی حميد الله وايي؛ زه پر هېوادوالو غږ کوم، چې له پاکستانه راستنېدونکو کډالو سره مرسته وکړي.

د غزني اوسېدونکی عبدالقهار وايي، له سوداګرو څخه مو هيله ده چې دوی ته د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

د يو شمېر ولايتونو سيمه‌ييز مسولين وايي؛ د اړتيا په صورت کې چمتو دي په خپلو ولايتونو کې له تازه راستانه شويو کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

د روزګان والي محمد علي جان احمد ویلي؛ افغان کډوال چې کوم راځي اندېښنه دې نه کوي او زه ډاډ ورکوم، د روزګان خلک چې دلته خپل کورونه لري، دوی چې راځي دوی دې يوازې د افغان کډوالو له امريت سره په اړيکه کې کېږي او خپلو کورونو کې د و اوسي.

د نورو ستونزو حل د اسلامي امارت مسئوليت دی.

د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس امان الله طلحه په دې اړه ویلي؛ افغان کډوال چې په انفرادي ډول يا کورنۍ له پاکستان يا ايران څخه راځي، د جوزجان د کډوالو چارو رياست له خوا ورته اسانتياوې برابرې دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس، حميدالله نثار ویلي؛ د غزني سمه ييزه اداره پوره هڅه کوي، چې د دغو کډوالو ته په هره برخه کې خدمات وړاندې کړي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ د لړم په لسمه نېټه پيل شوه او تر دې دمه زرګونه کورنۍ د تورخم او سپين بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.