د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد د سپين بولدک دروازې له لارې د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعيت تر ارزونې وروسته، په سپين بولدک ولسوالۍ کې د راستنېدونکو هېوادوالو د پنډغالي له بېلابېلو برخو ليدنه کړې.
ذبیح الله مجاهد د دې ليدنې پر مهال د بېلابېلو برخو مسولينو ترمنځ پر لا همغږۍ ټينګار کړی او هغوی ته يې سپارښتنې کړي، چې راستنېدونکو هېوادوالو ته اسانتياوې برابرې او ښه او پر وخت خدمتونه ورته وړاندې کړي.
ښاغلي مجاهد راستنېدونکو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د بېلابېلو کمېټو مسولين هڅې کوي، چې ستونزو ته يې پر وخت رسيدګي وشي.
په تېرو څو ورځو کې د تورخم او سپين بولدک له لارو څخه شاوخوا ۱۵۰ زره هېوادوال، هېواد ته راستانه شوي او دغه ارقام د بدلون په حال کې دي.
د افغانستان اسلامي امارت وياند، په سپين بولدک ولسوالۍ کې د راستنېدونکو هېوادوالو له پنډغالي لیدنه کړې
