ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په مشرۍ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس، مولوي نعیم الحق حقاني، د ورزش او بدنې روزنې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او د یاد وزارت د یو شمېر مسولینو په شتون کې د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته شوې.

په دې غونډه کې د خپرونو چارو مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي ویلي؛ اسلامي امارت د زمري ۲۴مې د نمانځلو په موخه د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې پراخ تدابېر نیولي دي او له ټولو خبریالانو څخه غوښتنه کوو، چې د یادې ورځې د مراسمو د ښه رسنیز کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي.

همدارنګه ښاغلي فراهي زیاته کړې، چې د زمري۲۴مې د نمانځلو پر مهال د رسنیو مسولین او خبریالان باید د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنو او د تېر شل کلن اشغال پرمهال د ترسره شویو ظلمونو او وحشتونو په اړه بېلابېلې خپرونې جوړې کړي، ترڅو هېوادوالو او نړیوالو ته د شته لاسته راوړنو په اړه معلومات ورسیږي او ځوان نسل ته تېر ظلمونه په اړه عامه پوهاوی شي.

 مولوي حیات الله مهاجر فراهي ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټولو امارتي او خصوصي رسنیو پوره ملاتړ کوي او خبریالان باید له افغانانو سره د پاکستاني پوځي رژیم ناوړه او ناسم عملونه په ښه توګه رسنیز کړي.

 دغه راز د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم الحق حقاني او د ورزش او بدني روزنې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د رسنیو مسولینو او خبریالانو ته اړینې سپارښتنې کړي او ويلي یې دي؛ افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی.

دوی ویلي، چې د هېواد، اسلامي نظام او د عامه افکارو ساتنه د ټولو ګډ مسولیت دی، لکه څنګه چې اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې مهمې او لویې لاسته راوړنې لري د رسنیو مسولین او خبریالان باید د دې لاسته راوړنو د رسنیز کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي او د زمري ۲۴مې د نمانځلو پرمهال دې بېلابېلې خپرونې جوړې او خپرې کړي.

همدارنګه  ویناوالو د رسنیو مسولینو له ترسره کړیو هڅو څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ټولې امارتي ادارې د رسنیو او خبریالانو سره پوره همکارې دي.

ورته مهال د رسنیو مسولینو او خبریالانو په استازیتوب څو تنو د دغې غونډې له جوړیدو څخه مننه کړې او ویلي یې دي؛ د زمري۲۴مه د ټولو افغانانو لپاره مهمه ورځ ده او د دغې ورځې د نمانځلو پرمهال د ټولو مراسمو رسنیز کول او د اشغالګرو د تېرو شل کلونو ظلمونو او وحشتونو په اړه د بېلابېلو پروګرامونو جوړول زموږ مسولیت دی.

دغه‌راز دوی د زمري ۲۴مې نمانځلو پرمهال د مراسمو ښه رسنیز کولو په اړه د خپلو نظرونو وړاندې کولو ترڅنګ خپل وړاندیزونه او غوښتنې هم له مسولینو سره شریکې کړي، چې د مسولینو له لوري وړاندیزونو ته د رسېدنې ډاډ څرګند شوی دی.