د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدر اعظم عثماني، د دغه وزارت او د مالدووا جمهوریت د کرنې او خوړو د صنعت وزارت په رسمي بلنه، د یوه پلاوي په مشرۍ یاد هېواد ته سفر کړی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د دې سفر موخه د نباتاتو د ساتنې، د افتونو د مدیریت، کرنیزو څېړنو، نوې کرنیزې ټکنالوژۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او تخنیکي همکاریو پراختیا ده.
د وزارت په وینا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نړیوالو همکاریو د پراختیا، د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا او د پرمختللو کرنیزو ټکنالوژیو د لېږد په موخه له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره خپلې اړیکې پراخوي.
ټاکل شوې ده، چې د دې سفر په ترڅ کې یاد پلاوی د مالدووا جمهوریت د کرنې او خوړو د صنعت وزارت له مشرتابه او مسولینو سره رسمي لیدنې او تخنیکي غونډې ترسره کړي.
په دغو غونډو کې به د کرنیزو همکاریو د پراختیا، کرنیزو څېړنو، نوښتونو، د نباتاتو د ساتنې، نوې کرنیزې ټکنالوژۍ او د ګډو علمي پروګرامونو د پلي کېدو په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.
د یادونې وړ ده، چې په دې پلاوي کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال سلاکار مولوي ګل حضرت حماد او د افغانستان د کرنیزو څېړنو انسټېټیوټ د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو رییس ډاکټر محمد رفیع باوري هم شامل دي.

