ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل والي په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون غونډه وشوه

د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، چې د کابل ولایت د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون غونډه د دې ولایت والي، ملا امین‌الله «عبید»، په مشرۍ ترسره شوه.

د خبر له پاڼې مخې، په غونډه کې د مرکزي زون د نظامي محکمې رییس، د کابل ولایت د علماوو شورا مرستیال، د کابل د استخباراتو رییس، د کابل امنیه قومندان او د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت رییس ګډون درلود.

په غونډه کې د کابل د امنیتي وضعیت د لا پیاوړتیا، د شته امنیتي ستونزو د حل، د خلکو د هوسا او خوندي ژوند د تامین او د زمري ۲۴مې د مراسمو لپاره د امنیتي تدابیرو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

ورپسې د کمېسیون غړو د خپلو مسولیتونو په رڼا کې خپلې طرحې، وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل او د امنیتي چارو د لا ښه تنظیم او همغږۍ لپاره یې د عملي اقداماتو په اړه د نظر تبادله وکړه.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د امنیتي ارګانونو ترمنځ به همغږي او ګډه همکاري لا پیاوړې کېږي، ترڅو د کابل ښار او ولسوالیو امنیت لا ټینګ او د صفوفو د تصفیې بهیر په اغېزمن، منظم او دوامدار ډول پرمخ یووړل شي.