ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سترې محکمې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په څلورمه ربعه کې له نږدې ۷۲ زرو قضیو ته رسېدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د څلورمې ربعې د قضايي او اداري فعالیتونو احصاییوي راپور خپور کړی، چې له مخې یې د تمیز عالي ریاستونو او د هېواد د ۳۴ ولایتونو محاکمو په یاده موده کې ټولټال ۷۱ زره او ۶۲۵ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

د راپور له مخې، له دې ډلې ۶۱ زره او ۸۹۸ قضیې په ابتدائیه محاکمو، ۷ زره او ۱۸۸ قضیې په مرافعه محاکمو او ۲ زره او ۵۳۹ قضیې په تمیز محکمه کې څېړل او پرېکړه پرې شوې ده.

سترې محکمې ویلي، چې په همدې موده کې د ښځو د میراث اړوند ۳ زره او ۳۸۸ او د نشه‌یي توکو او مسکراتو اړوند ۴ زره او ۵۶۵ قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.

د راپور له مخې، د هېواد په محاکمو کې د څلورمې ربعې پر مهال ۳۷ زره او ۱۷۶ بېلابېلې شرعي او قانوني وثیقې صادرې شوې، چې د حقوقي خدمتونو د پراختیا او هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرېدو څرګندونه کوي.

همدارنګه، د قضايي خدمتونو د لا ښه تنظیم او د مراجعینو د غوښتنو د پر وخت تعقیب په موخه، د سترې محکمې د عالي مقام د تحریراتو ریاست او قضايي معاونیت د ۴ زره او ۴۱۳ عرایضو ارزونه او اجراآت ترسره کړي دي.

راپور زیاتوي، چې د دارالانشاء عمومي ریاست هم په همدې موده کې د ۱ زره او ۱۸۹ بېلابېلو عرایضو، استهداآتو او نورو اداري موضوعاتو اړوند اجراآت ترسره کړي دي.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، د قضايي مسولینو د هڅو او د علماوو، سپین‌ږیرو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د قتل د ۱۲۰ قضیو په اړه د شرعي احکامو له مخې د دیت، صلح، جوړجاړي او ابراء پر بنسټ پرېکړې صادرې شوې دي.

سترې محکمې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د قضايي نظام د اساسي موخو په رڼا کې د اسلامي شریعت د سپېڅلو احکامو پر بنسټ د خلکو د حقونو خوندي کولو، قضیو ته د پر وخت، عادلانه او شفافې رسېدنې او هېوادوالو ته د باوري، اغېزمنو او معیاري قضايي او اداري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.