ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي او د مرستې ډاډ څرګند کړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (دوشنبه، د زمري ۱۲مه) نورستان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو هېوادوالو سره خواخوږي څرګنده کړه. نوموړي د پېښې شهیدانو ته د جنت‌الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د اسلامي امارت اړوندو ادارو مسولینو سیمې ته ځانونه رسولي وو او د ژغورنې او مرستو په برخه کې یې له ټولو شته امکاناتو څخه استفاده کړې ده.

دغه‌راز نوموړي زیانمنو شویو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د هغوی لاسنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مسولین د ولس خدمتګاران دي او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه خپل مسولیت ګڼي.

ورته مهال، د نورستان ولایت علماوو، سپین‌ږیرو او سېلاب‌ځپلو هېوادوالو د اسلامي امارت له مسولینو څخه د غمرازۍ او مرستو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې په سختو شرایطو کې یې دوی یوازې نه دي پرېښي.

د سیمې اوسېدونکو هم له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او خپلې غوښتنې او ستونزې یې له ملا عبدالغني برادر اخوند سره شریکې کړې، چې نوموړي د حل ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې سفر کې د خصوصي سکټور استازو هم ګډون درلود او له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره یې نغدي مرستې وکړې.