دفاع وزارت ویلي، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د شوراب ساحوي روغتون له لوري د کندهار_هرات پر لویه لاره د عامو هېوادوالو لپاره ۲۰ بستریز ملکي روغتون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۲۱۵ عزم قول اردو قومندان مولوي محمد ایوب خالد، د شوراب ساحوي روغتون قومندان ډاکټر نعمت الله امین لوري پرانیستل شو.
مسولینو د دې روغتون د پرانیستې مراسمو کې ویلي، په روغتون کې به د نیمروز له دلارام ولسوالۍ څخه د هلمند تر ګرشک ولسوالۍ پورې د کندهار–هرات د لویې لارې د ترافیکي پېښو د ټپیانو او نورو بېړنیو ناروغانو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه روغتون د زړه ګراف، الټراساونډ، نسايي ولادي، غاښونو، لابراتوار او فارمسي څانګې لري.

